د مخالفو وسلوالو یو مشهور قوماندان تېره شپه د سیمه اییزو پولیسو په یو کمین کې وژل شوی دی.

تېره شپه اته نیمې بجې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د شکرمان په سیمه کې محلي پولیسو د یوې دقیقې اطلاع پر اساس د مخالفینو یوې ډلې ته کمین نیولی و، چې د دواړو لورو تر منځ په وسلواله نښته کې د مخالفو وسلوالو مشهور قوماندان سلیم چې د جمعه خان ځوی دی، وژل شوی او نوره ډله یې له سیمې په تېښته بریالۍ شوې ده.

قوماندان سلیم څو کاله وړاندې په بادپښ ولسوالۍ کې د سیمه اییزو پولیسو د یوې پوستې قوماندان و، چې د مخالفینو سره تر جوړ جاړي وروسته یې پوسته وسلوالو مخالفینو ته تسلیم او د تروریستانو له لیکو سره یو ځای شو، چې اوسمهال یې د الیشنګ او بادپښ په ولسوالیو کې په زیاترو تروریستي کړنو او فعالیتونو لاس درلود.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د یادې سیمې د محلي پولیسو دغه قهرماني، چې یو جنایتکار تروریست یې له مینځه وړې ستایي او تر څنګ یې ټولو کشفي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه کوي چې د دښمن د هر ډول شومو پلانونو او موخو د پر وخت شنډولو لپاره همداسې کوټلي ګامونه واخلي.

۲۶ / ۷ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر