د الینګار ولسونو د یوې غونډې په ترڅ کې د ملي یووالي حکومت له هر اړخیزو برنامو خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ.

په الینګار ولسوالۍ کې یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو، جهادي شخصیتونو او ځوانانو د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د حزب اسلامي سره د ملي یووالي حکومت د سولې د تړون په لاسلیک کېدو د خوښۍ تر څنګ د بروکسل کنفرانس بریالي سرته رسېدل د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني د فعالې ډیپلوماسۍ او د نړیوال سره د افغانستان د ښو اړیکو د پاللو ښکاره بېلګه په ګوته کړه او په دې برخه کې یې د هېواد د جلالتمآب ولسمشر او د ملي یووالي حکومت د مشرتابه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې د پام وړ یادې کړې او ور سره یې د حکومت د روانو او پیلېدونکو هر اړخیزو برنامو او پروګرامونو څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ.

د غونډې په پیل کې د الینګار ولسوال قاضي حبیب الرحمن د سولې او امن لپاره د حکومت پر روانو هڅو او تلاشونو د خبرو کولو تر څنګ د حزب اسلامي سره د ملي یووالي حکومت د سولې تړون لاسلیک کېدل د سولې پر لور یو مثبت او اغېزمن ګام یاد کړ او له ولسونو یې وغوښتل چې په یاده ولسوالۍ کې د خپل نظام سره یو ځای اوږه په اوږه د سولې، امن او ثبات لپاره ګډ کار وکړي.

قاضي حبیب الرحمن د بروکسل نړیوال کنفرانس په بریالۍ توګه سرته رسیدل د افغانستان او په ځانګړې توګه د ملي یووالي حکومت د مشرتابه لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه په ګوته کړه او وې ویل چې په دغه کنفرانس کې د شوې ژمنې سره سم به نړیوال تر ۲۰۲۰ کال پورې ۱۵،۲ میلیارده ډالر د مرستې په توګه افغانستان ورکوي څو دلته پرې په هر اړخیزه برخو کې د مثبت بدلون لپاره شته برنامې او پروګرامونه تطبیق شي.

په غونډه کې یو تن دیني عالم او نورو مشرانو هم د خپلو خبرو پر مهال د ملي یووالي حکومت شته برنامې د افغانستان او د ولسونو د اقتصادي کچې د لوړولو په برخه کې مهمې یادې کړې او ژمن شول چې ټول به په ګډه د نظام او د خپل ملي وسلوال فوځ د پیاوړتیا لپاره لاسونه سره ورکوي او دښمن ته به دا موقع نه ورکوي چې په یاده ولسوالۍ کې د ولسونو ژوند نا ارامه او د پرمختیايي پروژو پر وړاندې خنډونه را ولاړ کړي.

۲۶ / ۷ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر