د لغمان په لرې پرتو سیمو کې د قابلګي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۲۵ قابلې و روزل شوې.

دغو قابله ګانو چې د تېرو دوو کلونو راهیسې یې د مخکې او وروسته له ولادت، د ولادت په جریان کې، د مشورو ورکولو، د مور او ماشوم د ملاتړ او نورو قابلګي خدمتونو په برخه کې زده کړې تر لاسه کړې وې، د زده کړو تر بشپړېدو وروسته نن پرې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي او یو شمېر چارواکیو له لوري د فراغت تصدیق لیکونه وویشل شول.

د قابله ګانو د روزنې دغه پروژه د افغانستان لپاره د ناروې کمټې له لوري تطبیق شوې، چې ټولټال یو دیرش میلیونه، نهه اویا زره، اته سوه او نهه پنځوس افغانۍ لګښت پرې راغلی، چې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د ( SEDA ) له بودیجې يې مالي ملاتړ شوی دی. 
دغه ۲۵ قابلې چې زیاتره یې د لرې پرتو سیمو هم دي، له دې وروسته به د مرکز په ګډون د پینځه ګونو ولسوالیو د لرې پرتو سیمو په روغتیايي مرکزونو کې د خدمت په موخه عملا په دندو پیل وکړي.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي نویو فارغو شویو قابله ګانو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ د دوی له کورنیو هم مننه وکړه چې خپلو اولادونو ته یې دا موقع ورکړه، څو د زده کړو سره سره د ټولنې او بشریت دې ستر خدمت ته چې په اوسني وخت کې ورته ډېره اړتیا لیدل کېږي هم اوږه ورکړي.

ښاغلي نعیمي زیاته کړه دا چې په دې وروستیو کې دې ولایت ته د مهاجرینو راتګ هم چټک شوی او د غربي نورستان د درې ولسوالیو د خلکو لپاره هم د لته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي، نو فعلي روغتیايي خدمات ورته بسنه نه کوي، نوموړي په دې برخه کې په ټولو همکارو موسسو په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د سویډن او دغه راز د افغانستان لپاره د ناروې په کمېټو غږ وکړ، چې د عامې روغتیا وزارت او د لغمان د عامې روغتیا ریاست سره په ګډه د دې ولایت لپاره په روغتیايي بیړني پلان کار وکړي، څو موجوده ستونزو، وړاندیزونو او غوښتنو په خپل وخت ځواب ویل شوی وي.

د روزل شویو قابله ګانو د سوګند په کولو سربېره له حکومت څخه د مننې تر څنګ چې دوی ته یې د دې زمینه برابره کړه، څو دوی په ارامه فضا کې خپلې زده کړې سرته ورسوي، دا ژمنه یې هم وکړه چې دې چمتو دي څو په لرې پرتو سیمو کې د خپل ولس د خدمت لپاره ورسپارل کېدونکې دنده په پوره صداقت تر سره کړي.

۹ / ۸ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر