د امنیت او ثبات په ټینګښت کې د ولسونو د منتخب استازو او مخورو رول تر بل هر چا ډېر اغېزمن تمامېدای شي. عبدالجبار نعیمي

دا څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپل کار په دفتر کې د مشرانو جرګې او ولایتي شورا ګانو د وکیلانو د امتیازاتو او خوندیتوب کمېسیون د رئیس قاري میرحاتم تره خیل سره په داسې حال کې وکړې چې د ولایتي شورا دوه پخوانیو وکیلانو، وکیل عبدالعزیز خان او وکیل محمد ګلاب سهاک هم ګډون درلود.

پیل کې قاري میر حاتم تره خیل او یادو دوو وکیلانو د ولایت په کچه د امنیت، ښې حکومتوالي او انکشاف په برخو کې د ولایت مقام د هڅو او تلاشونو د ستاینې تر څنګ د خپلو اړونده سیمو ځینې ستونزې او د ولسونو غوښتنې د ولایت له رهبرۍ سره شریکې کړې او له ښاغلي نعیمي یې وغوښتل څو دغو ستونزو او ولسي وړاندیزونو ته د رسیده ګۍ په برخه کې خپلې هلې ځلې لکه د تېر په څېر له دې ولس څخه و نه سپموي.

ښاغلي تره خیل ولایت مقام ته ډاډ ورکړ چې د ناوړه تبلیغاتو په مخنیوي، د ولایت د امنیت، سولې او انکشاف په برخو کې به په خپل ټول د خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې د ولایتي ادارې هر اړخیزه همکاري وکړي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دوی د ډاډ او همکارئ له څرګندولو څخه په مننې زیاته کړه چې د سولې، امن او ثبات په ټینګښت کې د ولسونو د منتخبو استازو او د مخورو قومي مشرانو رول ډېر اغېزمن دی او باید چې په دې برخه کې ستاسې په شان با رسوخه اشخاص تر بل هر چا زیات بارز رول ولوبوي.

ښاغلي نعیمي د یو شمېر کسانو منفي او د دښمن په ګټه ناوړه تبلغاتو ته په اشارې چې په شعوري او یا غیر شعوري توګه یې کوي وویل چې دا کسان په اصل کې د دې ولس او نظام اصلي دښمنان دي او غواړي چې په دغه شکل خپلو بادارانو ته ځانونه فعال څرګند کړي.
بل لور ته بیا د لغمان پوهنتون یو شمېر استادانو هم د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره په داسې حال کې د دغه پوهنتون ځینې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې چې قاري میر حاتم تره خیل هم په کې ګډون درلود.

ښاغلي نعیمي د پوهنتون استادانو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو د هوارئ په برخه کې به خپلې هڅې او تلاشونه له دغه پوهنتون څخه و نه سپموي او د لغمان پوهنتون د پرمختګ لپاره به په هر اړخیزه برخو کې کار وکړي.

۹ / ۸ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر