د بېرته را ستنو شویو کورنیو ستونزو ته د رسېدنې په موخه اړونده وزارت باید جدي توجو وکړي. عبدالجبار نعیمي

دا څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن د خپل کار په دفتر کې د کډوالو چارو وزارت له مرستیال انجنیر احمد ولي حکمي او ملګري پلاوي سره د ځانګړې لیدنې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې یاد وزارت باید مخکې له دې چې هوا نوره هم سړه شي په دې ولایت کې د بیرته راستنو شویو کډوالو سره په هر اړخیزه توګه لومړنۍ بشري مرستې هم خپله وکړي او هم نړیوالې مرستندویه ادارې دې ته وهڅوي چې د خپلو مرستو رسولو بهیر ګړندی کړي.

ښاغلي نعیمي په خپلو خبرو کې د کډوالو او داخلې بې ځایه شویو کورنیو ستونزو ته رسیده ګې خپل کاري لومړیتوب په ګوته کړ او وې ویل چې په دې اړه یې د بیړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي او همدارنګه د مهاجرینو چارو کمېسیونونو ته دنده سپارلې څو خپلې ټولې چارې هم په داخل او هم په دې برخه کې د نړیوالو مرستندویه ادارو سره په درسته توګه همغږې، معلوماتونه دقیق، د کډوالو، داخلي بېځایه شویو او زیانمنو کورنیو ستونزې مشخصي کړي، چې د پلان او لومړیتوبونو له مخې ورته په خپل وخت رسیده ګي وشي.

لغمان والي د کډوالو چارو وزارت له راغلي پلاوي وغوښتل څو په مرکز کې د عامې روغتیا، پوهنې، ښار جوړونې، کورنیو چارو او یو شمېر نورو مهمو کلیدي وزارتونو له مشرتابه وو سره هم په دې برخه کې یوه ګډه ناسته وکړي څو په لغمان ولایت کې د مهاجرینو په نوي ښارګوټي کې د نویو مهاجرینو د ځای پر ځای کېدو لپاره هغه لازمې اسانتیاوې چې د یادو وزارتونو پورې اړوندېږي په خپل وخت برابرې کړي او په دې اړه له وړاندې بشپړ چمتوالی ولري.

د کډوالو چارو وزارت مرستیال انجنیر احمد ولي حکمي او راغلي پلاوي په خپلو خبرو کې د ولایت مقام د وړاندیزونو په رسولو او تطبیق کې د ډاډ په څرګندولو سربېره ژمنه وکړه چې د اړونده وزارت له رهبرۍ او د دې تر څنګ د نړیوالو مرستندویه ادارو سره به په دې برخه کې د کډوالو ستونزو ته د رسیده ګۍ په موخه شته اندیښنې او وړاندیزونه همدا نن شریک کړي.

۱۱ / ۸ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر