ولایتي اداره به په خپل ټول توان سره د هغو قهرمانانو پالنه او د قربانیو قدرداني وکړي چې له هېواد څخه د دفاع په لاره کې یې مېړانه او سرښندنه کړې وي.

سرباز عبدالواسع د لغمان ولایت د شیخانو کلا اوسیدونکي دی، دوه کاله وړاندې هغه مهال چې په محلي پولیسو کې يې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو د ساتنې په موخه په بادپښ ولسوالۍ کې دنده ترسره کوله، د د ښمن سره په مخامخ جګړه کې په سر ټپي شو، ټپونه يې اوس ښه دي، ولې ژورو ټپونو يې چې علاج يې ممکن دی د ده یوه پښه او یو لاس له کاره نیمه غورځولي دي.

د امنیت ساتنې د ډګر دغه سرباز اوس په نیم ځان دخپلې کورنۍ، میرمنې او دوو زامنو د نفقې د ګټلو دروند بار په غاړه لري.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي چې همیش يې دولسونو له درد ځان خبر ساتلی نن ورځ دغه ځوان پيدا او خپل دفتر ته يې ور وبللو، د هغه سره يې د نغدي مرستې ترڅنګ د خوراکي توکیو مرسته هم وکړه.

ښاغلي نعیمي سرتېري عبدالواسع ته ډاډ ورکړ چې د اساسې درملنې لپاره به يې سره له همدې شېبې لاس په کار شي او په ټول توان به ورته د درملنې اړین فرصتونه برابر کړي،څو نوموړی یو ځل بیا د هېواد او ولس ساتنې د سپېڅلې دندې د تر سره کولو جوګه شي.

سرباز عبدالوسع د ولایت مقام له لوري د نوموړي سره د بشري خواخوږي د څرګندولو له امله خوښي ښکاره کړه او ژمنه یې وکړه چې تر جوړېدو وروسته بیا هم د دې خاورې او ولس د ساتنې لپاره د همت ملا وتړي.

۱۰ / ۸ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر