په ۶۵۰ تنو یتیمو او بې بضاعته زده کوونکو ژمنۍ البسه او درسي توکي وویشل شول. په ۶۵۰ تنو یتیمو او بې بضاعته زده کوونکو ژمنۍ البسه او درسي توکي وویشل شول.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو د ریاست اړوند د بي بي عایشې روزنتون او وړکتون په ۴۵۰ تنو یتیمو او بې وسه زده کوونکو ژمنه البسه په داسې حال کې وویشله چې د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو رئیس سید عبدالبصیر هاشمي هم ور سره و.

دغه مرسته چې د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري را استول شوې په کې یوه یوه جوړه جامې، بوټان، جامپرونه، جرابې، دست کشې او ځینې نور اړین توکي شامل ول، چې د یاد روزنتون او وړکتون د مدیرې او ښوونکو په شتون کې ورته وویشل شول.

بل لور ته د HHRD موسسې په مالي مرسته په ۲۰۰ یتیمو او بې بضاعته زده کوونکو هم نن یوه یوه روغتیاي بکسه ( د لومړنۍ عاجلې روغتیايي مرستې توکي ) او د دې تر څنګ د ښوونځي اړونده قرطاسیه هم د لغمان والي، د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو د رئیس، د ښځو چارو رئیسې او د یادې موسسې د استازو په لاسونو وویشل شول، تر څو د اړتیا پر مهال ترې ګټه واخلي.

لغمان والي د توکو د ویش پر مهال د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت او دغه راز د HHRD موسسې له مشرتابه مننه وکړه چې دغه بې وسه او بې کسه زده کوونکي یې په خپلو مرستو کې یاد وساتل. نوموړي زیاته کړه د غریبو او اړمنو کسانو لاسنیوي او د هغوی سره مرسته دا نه یوازې دا چې زموږ انساني بلکې ایماني او اسلامي وجیبه هم ده، چې له داسې خلکو خپلې همکارئ و نه سپموو.

عبدالجبار نعیمي زیاته کړه چې هڅه یې دا ده څو په دې ولایت کې د یتیمو او بې وسې کوچنیانو د ښې پالنې، روزنې او د هغوی لپاره د ژوند د نورو اسانتیاوو په برابرولو کې خپل شته امکانات په کار واچوي او تر څنګ یې نورې مرستندویه ادارې هم دې تشویق کړي، څو د یتیمانو او بې بضاعته ماشومانو په پالنه او روزنه کې فعاله ونډه واخلي.

ښاغلي نعیمي د خپلو خبرو په پای کې د HHRD او نورو هغو مرستندویه موسسو چې په دې برخه کې یې همېشه مرستې کړي، وغوښتل څو په راتلونکي کې د داسې مرستو تر څنګ د زده کوونکو لپاره د لوړو زده کړو په برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو کې هم خپله همکاري وکړي.

۱۲ / ۸ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر