لغمان كې ۳۹ ميله سپکه او درنه وسله ډاياک ته وسپارل شوه.


دلغمان امنیتي چارواکو نن د یولړ مراسموپه ترڅ کې د بېلا بېلو عملیاتوپرمهال نيول شوې ۳۳ ميله سپكه او درنه وسله ډایاک ته وسپارله .
لغمان والي عبدالجبار نعیمي ډایاک ته دوسلو د سپارلو په مراسموکې وویل چې په دغو وسلو کې(۸)ميله کلاشينکوفونه، (۲۰)ميله تفنګچې،یو میل راکټ انداز،یو میل پيکاه ،(۹)ميله پخوانۍ وسلې او ۱۳۵۰ فیره بېلابېل مهمات شامل دي چې د ملي اردو او ملي پولیسو لخوا ددغه ولایت بېلا بېلو سیموکې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال نیول شوې دي.
ښاغلي نعیمي د دا ډول وسلو نیول او بیا ډایاک پرګرام ته سپارل د سولې بهیر د چټکوالي او د امینت په تامین کې مهم وبلل او په دې برخه کې يې د امنیتي ځواکونو د هڅو او قربانیو څخه دستاینې ترڅنګ ټولو امنیتي ادارو ته دنده وسپارله چې د غیر قانوني وسله والو مخه ونیسي.
د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال نور الله قادري او امنیه قوماندان مطیع الله صافي چې په جوړوشویو مراسموکې يې په وار سره خبرې کړې وي وویل: شپه ورځ هڅه کوي چې دلغمان په مرکز او ولسوالیو کې عامه نظم تامین او دمخالفینو د شومو کړنو څخه مخنیوي وکړي او خلکو ته ډاډمن امن رامنځته کړي او هغه وسلوال چې غیر قانوني وسلې لري او یا هم د امنیتي ځواکونو سره وسلواله مبارزه کوي پرینږدي چې خپلې شومې موخې ترلاسه او د وسلو په زور عامه نظم ګډوډ او په ولس کې ویره خوره کړي .

۲۵ /۸ /۱۳۹۵
دلغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر