په لغمان کې د وسلوالو مخالفینو ۲۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه څرګندونې لغمان والي عبدالجبار نعیمي په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې چې د لومړۍ پلې لوا په مقر کې له رسنیو سره د امنیتي، کشفي او نظامي ځواکونو د لاسته راوړنو او عملیاتو د پایلو د شریکولو په خاطر جوړ شوی وو.

په دغه کنفرانس کې د لومړۍ پلې لوا قوماندان،د ملي امنیت رئیس،امنیه قوماندان او د هماهنګۍ د مرکز مسوولینو حضور درلود.

لغمان والي وویل چې په روان لمریز کال کې د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو د حرکاتو او عملیاتو پرمهال د دښمن د کلیدي قوماندانانو په ګډون ۱۰۸ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي، ۱۱۷ یې ټپیان او ۲۶ تنه مشکوک یې ژوندي ګرفتار شوي دي.

عبدالجبار نعیمي زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د ګډې همکارۍ او همغږۍ پر بنسټ د دښمن د ۱۴۴۷ بریدونو مخه نیول شوې، نوموړي د دې یادونه هم وکړه چې د ۴۸۴ ماینونو د کشف او خنثي کیدو ترڅنګ د څو ویجاړونکو درنو موټر سایکل او موټر بم چاودونو مخه هم نیول شوې او عاملین یې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

مطبوعاتي کنفرانس ته لغمان والي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د مرکز او ولسوالیو په کچه یې د بیلابیلو عملیاتو پرمهال له دښمن نه ۳۸ میله سپکه او درنه وسله ترلاسه کړې او د ډایاګ پروګرام ته یې سپارلې ده.

لغمان والي د لغمان ولایت د ټولو امنیتي، کشفي او نظامي ځواکونو د لاسته راوړنو او قربانیو د درناوي تر څنګ دوی د ولس او خاورې هغه ساتونکي وبلل چې تاریخ به یې قربانۍ او خدمتونه هیر نه کړي، او هغه کسان یې د ولس او خاورې دښمنان وبلل چې د وسلو، جګړو او یا منفي تبلیغاتو له لارې د ولس او نظام پرضد کړنې او حرکتونه ترسره کوي.

لغمان والي ټولو امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې په مرکز او ولسوالیو کې پر دښمن بریدونو ته شدت ورکړي او په قوت سره د دښمن جرړي وباسي، نوموړي له ولسونو وغوښتل چې د خپلې خاورې سره د مینې په خاطر د خپلو ساتونکو ملاتړ وکړي او هغه کسان دولت ته په ګوته کړي چې د پردیو په اشاره د بربادۍ او ویجاړۍ په کړنو کې لاس لري.

د امنیتي، کشفي او نظامي ځواکونو د مسوولینو په استازئ د لومړۍ پلې لوا قوماندان برید جنرال نور الله قادري خبر داری ورکړ چې ټول هغه کسان به له منځه یوسي چې د ولس او خاورې پرضد جګړه کوي او یا له نورو لارو د دښمن حمایت کوي، نوموړي وویل چې د امنیتي تهدیدونو، جرایمو او د کوکنارو د کښت پر وړاندې به د ځانګړو تدابیرو له مخې مبارزه وکړي، د خپلو سرونو او وینو په قیمت سره به خپله خاوره وساتي.

۲۵ / ۸ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر