د ښاري کمربند د ټینګښت په موخه ځانګړې امنیتي جلسه وشوه.

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په مشرۍ د ښاري کمربند د ټینګښت او د جرائیمو د مخنیوي په موخه ځانګړې امنیتي جلسه وشوه، چې په کې د ملي امنیت رئیس برید جنرال فضل الرحمن سالارزي، د لغمان امنیه قوماندان مل پاسوال حقنواز حقیار، د لومړۍ پلې لوا درستیزوال ډګروال محمد حسن کړوخیل، د ګډې همغږۍ د مرکز قوماندان ډګروال محمد عمر شینواري او نورو مسولینو هم ګډون درلود.

پیل کې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خپلو خبرو پر مهال وویل د ښار د وضعیتد بهبود په خاطر له دې وروسته که د هرې حوزې او سمت په حدوداتو کې غلاوې او جنايي جرمونه تر سره شي او اړونده مسولین په خپل وخت سره اجراات و نه کړي، خپلو اړونده مقاماتو ته راپور ور نه کړي او په ټوله کې کتمان د حقایقو وکړي، د هغه حوزې او سمت د مسولینو دندې به په تعلیق کې ولوېږي او د سنګینې جزا په خاطر به تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.

ښاغلي نعیمي همدارنګه زیاته کړه چې په ښار کې د نشه یي توکو د پلور او پېر د مخنیوي او د نشه یي توکو د تولیدونکو، پلورونکو او پېرونکو د تثبیت، تشخیص او ګرفتارۍ په برخه کې چې د ولسونو پراخې اندېښنې یې راپورته کړي د امنیه قوماندانۍ او د ملي امنیت د محل مسولینو ته جدي لارښوونه کېږي چې په یوې اونۍ کې دننه په دغه برخه کې عملي ګام پورته کړي او د ښار دننه او بېرون د دغو مسایلو په کلکه مخنیوی وکړي.

لغمان والي د خپلو خبرو په پای کې د ښاري کمربند د لا تقويې او د امنیت د ټینګښت په موخه په ځینو سیمو کې د نویو پوستو د ایجاد په تړاو هم اړونده ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته په وار سره د ټولو ارګانونو مسولینو په خپلو اړونده برخو کې د تر سره کړیو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د ولایت مقام ته یې خپل راپورونه یې وړاندې کړل.

د جلسې په پای کې په ځینو مهمو امنیتي تدابیرو او عملیاتو پلانونو هم بحث او خبرې اترې وشوې.

۱۳ / ۹ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر