په یو شمېر کلیو کې د مخالفینو د ځپلو په موخه د الماس ۳۰ په نوم چاڼیز عملیات پیل شول.

د مرکز اړوند د عمرزئیو په سیمه کې د مخالفینو د ځپلو او د یو شمېر کلیو د تصفیې او تلاشۍ په موخه د الماس ۳۰ په نوم چاڼیز عملیات نن سهار وختي پیل شوي چې لا هم دوام لري.

دغه عملیات چې د ملي اردو، پولیس او ملي امنیت د ځواکونو له لوري مخته وړل کېږي تر دې دمه یې د ځینو کلیو تصفیه او تلاشي کړې او لا هم مخته روان دي.

۱۶ / ۹ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر