د شاهي کانال او د کله ګوش بند د پروژو په اړه د راپېدا شوي سوی تفاهم د حل په پار !

د تېرې شپې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې خبرونه د لغمان د شاهي کانال د پروژې په اړه خپاره شول چې ګواکې دغه ستره پروژه چې د لغمان د ولسونو یو ستر ارمان دی، د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې یې عملي کېدل بند شوي دي.

په همدې تړاو د دغه خبرونو په خپرېدو سره د لغمان ټولو ولسونو ته تشویشونه او اندېښنې پیدا شوې، چې ګواکې د هېواد د جلالتمآب ولسمشر دغه ځانګړې لورینه چې د لغمان ولسونو سره یې د یادې پروژې د تطبیق ژمنه کړې وه، د وزیرانو شورا له لوري رد شوې او نه به عملي کېږي.

د دې موضوع د څېړنې په موخه لغمان والي عبدالجبار نعیمي په مرکز کې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره په اړیکه کې شو، چې د هغوی له خوا ورته د یادې موضوع په تړاو بشپړ وضاحت ورکړل شو.

هغوی لغمان والي ته وویل چې د وزیرانو شورا په جلسه کې په ملي کچه د لغمان د دوه پروژو د کله ګوش د بند او د شاهي کانال تخنیکي مسایل وړاندې شول چې په دې کې د کله ګوش د بند تخنیکي تر سره شوې سروې او نور معلوماتونه له هر اړخیزه پلوه درست او د تائید وړ وګرځېدل او د شاهي کانال د پروژې په اړه چې تخنیکي مسایل او نور بشپړ معلوماتونه یې مکمل نه و، نو په دې جلسه کې له تائید پاتې شول.

لغمان والي د اړونده چارواکو سره په خبرو کې یاده کړه، چې د دغو پروژو تطبیق د لغمان د ولسونو یو ستر تاریخي ارمان دی او د ولایتي ادارې په شمول د لغمان ټول ولسونو دې ته چمتو دي چې د سرونو په قیمت له دغو پروژو ساتنه او حفاظت وکړي.

۱۶ / ۹ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفت