په نېږدې څو ورځو کې به د شهیدانو پل د سترې پروژې چارې پیل شي.

د قرغیو ولسوالۍ اړوند د شهیدانو په سیمه کې به د کابل پر سیند د شهیدانو پل د سترې پروژې چارې په نېږدې څو ورځو کې پیل شي، چې په دې سره به نه یوازې دا چې د بادپښ ولسوالي د لوی لارې سره له نېږدې ونښلول شي بلکې د زرګونه کورنیو د تګ راتګ لپاره به په یاده سیمه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

دغه پروژه چې د ولایت مقام د لومړیتوبونو په کتار کې یوه له سترو پروژو څخه وه او په پرلپسې توګه یې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سره تعقیبوله، له نېکمرغه چې یوه اونۍ وړاندې یې تدارکاتي پروسه پای ته ورسېده او نن یې د ګټونکي شرکت استازو په داسې حال کې چې د وزارت راغلی پلاوی او د لغمان د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس انجنیر امین الدین بیدار هم ور سره ول د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره د خپل کار په دفتر کې د دغې پروژې د کار د پیل په اړه لیدنه وکړه.

لغمان والي راغلو استازو سره په خبرو کې وویل چې یاده پروژه ورته ډېره مهمه او اړینه ده، نو باید چې ګټونکی شرکت په پوره دقت او امانتدارۍ د میعار په نظر کې نیولو سره د پروژې چارې په خپل وخت پیل او پای ته ورسوي او له هر راز خنډ و ځنډ څخه په کلکه ځان وساتي.

ښاغلي نعیمي د ولایت د سکتوري او تخنیکي خدمتونو سرپرست انجنیر فقیر الله ته دنده وسپارله څو د دفتر ریاست له لارې ټولو اړونده امنیتي او ملکي ادارو د دغې پروژې په اړه معلوماتونه او د ولایت مقام سپارښتنې انتقال کړي، چې د اړتیا پر مهال د شرکت له کارکوونکو سره همغږي او پوره همکار و اوسي.

د ګټونکي شرکت استازو او د یاد وزارت انجنیرانو لغمان والي ته ډاډ ورکړ چې د میعار په نظر کې نیولو سره به پوره هڅه وکړي چې د خپلې پروژې چارې تر ټاکلې مودې مخته بشپړې کړي.

۱۷ / ۹ / ۱۳۹۵
د لغمان ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر