لغمان والي عبدالجبار نعیمي د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د ارواښاد والد صاحب د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

لغمان والي نن جمعه مبارکه په داسې حال کې چې د ولایت مرستیال ، د ولایتي شورا استازو، دیني علماؤ،د خوست د ولایتي شورا پخواني رئیس سید کریم خان خاکسار او یوشمېر مشرانو يې ملتیا کوله، دمشرانو جرګې د رئیس او جهادي شخصیت فضل هادي مسلمیار د ارواښاد والد صاحب د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ. او نوموړي ته یې د لغمان ولایت د ولسونو په استازیتوب خپل ژورې خواشېنۍ، تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
د فاتحې په دغو مراسمو کې چې د ننګرهار ولایت په شاهي ماڼۍ کې تر سره شول د لغمان او ننګرهار والیانو، د ملي شورا د دواړو خونو استازو، د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو قومي مشرانو، جهادي شخصیتونو،ځوانانو او د ارواښاد خپلوانوګډون درلود.
د فاتحې له مراسمو وروسته لغمان والي نورو مشرانو سره یو ځای په شاهي ماڼۍ کې د مشرانو جرګې رئیس او جهادي شخصیت فضل هادي مسلمیار او د هغه کورنۍ ته د تسلیت مراتبو د وړاندې کولو تر څنګ د ارواښاد په حق کې د دوعا لاسونه لپه کړل