سیاسي احزاب او پخوانې جهادي قوماندانان دي په هېواد کې د سرتاسرې سولې او امن لپاره کار وکړي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي دا څرګندونې نن د یو شمېر پخوانیو جهادې قوماندانانو او په ختیځ کې د اسلامي حزب د ولایتي دفتر له مسؤلینو سره ناسته کې وکړي.
ښاغلي نعیمي په هېواد کې شته نا امنیو، تروریستي کړنو او د بېګناه انسانانو وژنې ته په اشارې پر ملي یووالې ټېنګار وکړ او له ټولو سیاسي احزابو،پخوانیو جهادي څېرو او مشرانو يې وغوښتل چې په هېواد کې د سرتاسرې سولې، امن او د ملي یووالې دټېنګښت لپاره کار وکړي او هم په ټول قوت د ملي یووالي حکومت د مشرتابه د ملي پروګرامونو او اقتصادې پلانونو په ټېنګه حمایت او ملاتړ وکړي.
لغمان والي په تېر او اوس کې د ولسونو قربانۍ ته په اشارې له سیاسي احزابو او پخوانیو جهادي قوماندانانو وغوښتل چې دا ځل دې د ملي یووالې په ټېنګښت،د عامه نظم او سولې په تامین او هم د نظام دتقويې لپاره قرباني ورکړي او پرته له کوم امتیاز او موقف دې یوازې اویوازې د افغان ځوریدلې ولس د ارامې او هوساینې لپاره په پوره مسؤلیت سره ګډ کار وکړي.
پخوانیو جهادې قوماندانانو او د اسلامي حزب ولایتي مسؤلینو بیا ډاډ ورکړ چې په ټولو ملي بهیرونو کې به د ملي یووالي حکومت د مشرتابه او په خاصه توګه د ولسمشر غني دملي پروګرامونو او اقتصادي پلانونو په ټېنګه حمایت او ملاتړ وکړي او هم به د ولسي بېدارۍ او فکرې روغونې لپاره اساسي کار وکړي.