د اداري ساحې تعدیلي پېشنهادې پلان وړاندې شوه

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي په مشري دسکتوري ریاستونو مسؤلینو ته دیوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د لغمان دښار او کور جوړولو چارو رئیس له لورې د سلطان غازې بابا په ښارګوټي کې د اداري ساحې لپاره تعدیلي پېشنهادي پلان دپریزنتیشن په بڼه وړاندې شوه.
له ازاد بحث وروسته دپلان د لا غني کولو په موخه لغمان والي دښار او کورو جوړولو چارو رئیس ته دنده وسپارله چې په دوه هفتو کې د فواید عامي،ښاروالۍ،کلیو پراختیا ریاستونو او اړوندو سکتوري ادارو په ملتیا دپلان ټولې تخنیکې برخې نهايي کړي او په پلان کې دې د ادارو تشکیلاتو په تناسب ځمکه ،شنې ساحې، برښنا،اوبو رسولو ،کانالیزاسیون او دمخابراتو شبکې،پارکینګونه ... دمنل شویو ښاري نورمونو سره سم ځای پرځای کړي ترڅو راتلونکي کې یو معیاري ښارګوټی چې دژوند ټولې اړتیا وې پکې په پام کې نیول شوي وي ولرو.